کابل- باختر د کب اته ويشتمه :
په کابل ښار کې نن دمعلولو ورزشکارانو ترمنځ دلامبو وهلو سيالۍ پيل شوې .
دالمپيک دملي کميټې ويندوى مجيب الرحمن رحماني دباختراژانس له خبريال سره په خبرو کې وويل، ددغو سياليو هدف دمعلولو ورزشکارانو ترمنځ دلامبو وهلو دورزش وده وبلله .
ده وويل: په دغو سياليو کې لسو تنو معلولو ورزشکارانوګډون کړى دى .
دغه سياليۍ دمعلولينو دپاراالمپيک فدراسيون له خوا په دريمه کارته کې په ابي لاجورد په ډنډ کې پيل شوي دي .
4 د یوې دقیقې څخه لږ