کابل باختر د ثور شپاړلسمه :
نولس تنه ډار اچوونکي پرون په غزني ولايت کې ووژل شول .
د غزني ولايت د ملي امنيت د رياست يو خبرځاى باختراژانس ته وويل چې؛ يوولس تنه ډار اچوونکي د غزني ښار ته څېرمه د ارزو شباز او د شالرپه کليو کې دغوڅ ملاتړ دځواکونو په بريدونوکې ووژل شول او اته تنه نور ددغه ولايت داندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د هوايي بريد په بهير کې ووژل شول .
په وژل شويو کسانو کې د ډار اچوونکو د يو مشهور سيمه يېز قوماندان ملا حنفي مرستيال هم شامل دى .
په دغو بريدونوکې ديارلس تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شوي دي .
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ