سیاست

دسترې محکمې رئيس دامريکا دسفارت له نوي قضايي اتشې سره وکتل

کابل  باختر د سلواغې د مياشتې ١٨ :
دسترې محکمې رئيس قانونپوه سيديوسف حليم نن له غرمې وروسته په کابل کې دامريکا دسفارت له نوي قضايي اتشې فوردفيرچايلدسره  دخپل کار په دفتر کې وکتل .
دسترې محکمې  دخپرونو رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې  چې له اداري فسادسره دمبارزې دميکانيزمونو  اودغه راز  دښو قضايي خدمتونو دوړاندې کولو په لاره کې دمادي او تخنيکي همکاريو  په باب متمرکز و ، دسترې محکمې رئيس ددولت دعمومي پروګرامونو او پاليسو او دغه راز له فساد سره دمبارزې په لاره کې دعدلي اوقضايي ارګانونو  دځانګړي پروګرام په باب چې  دقانون دواکمنۍ دعالي شورا له لارې دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررئيس  له خوا يې مشري کيږي ،   لازم معلومات وړاندې کړل.
دسترې محکمې رئيس دغه راز  له اداري فسادسره دمبارزې په لاره کې  داقداماتو په باب زياته کړه  چې همدا اوس دمرکز او دهېواد په زونونو کې   داداري فساد ابتدائيه  اواستيناف محکمې او دغه راز په کابل کې  داداري فساد له درندو جرمونوسره دمبارزې  عدلي اوقضايي مرکز دخپلو قانوني صلاحيتونو په  حدودو کې دقضيو دڅيړنې په تګلوري کې  خپلې دندې  او وظيفوي رسالتونه په علني ډول اودعادلانه محاکمې داصولو په رعايتولوسره ترسره کوي  او ستره محکمه  د ظرفيت د لوړولو ، تجهيزاتي ، تاميناتي او لوژستيکي برخو کې  دامريکا ددولت په ګډون د نړيوالو  دوستانو له  خوا  ددغو محکمودملاتړ غوښتنه کوي.
وروسته په کابل کې  دامريکادسفارت نوي قضايي اتشې  وويل ؛ دسفارت   دقانون دواکمنۍ برخه  تل  له عدلي او قضايي بنسټونوسره  په اړيکه کې دى او تل  دظرفيت دلوړولو ، قضايي زده کړو او نورو مادي او تخنيکي برخو کې له دغو بنسټونو په تيره بيا له قضايه قوې سره  داړوندو پلانونو د تحقق په لاره کې  ډډه نه  ده کړې.
ده دغه راز زياته کړه  دامريکا ددولت نوې رهبري  دافغانستان  او دهغه له سياسي نظام څخه دملاتړ په نسبت ژمن دى او  زه   د قضايي اتشې په  توګه
له قضايه قوې سره په همغږۍ  متقابل قضايي همکارۍ او دظرفيتونو دلوړولو او دقضايي زده کړو پروګرامونه به ښه تنظيم کړم چې قضايي نظام  وکولاى شي دقانون دواکمنۍ ، قضايي عدالت او دخلکو دحقوقو  داعاده کولو په لاره کې   خپل رسالت  په مطلوب ډول ترسره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته