کابل باخترد لړم د مياشتې ١٧ :
دکابل _ جلال آباد په لويه لاره کې دامنيتي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې د وريښمو تنګۍ او د هغه شاوخواسيمې د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکې شوې.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې امنيتي ځواکونو د تيرې شپې په چاڼيزو عملياتوکې د کابل ولايت د سروبي په ولسوالۍ پورې اړوند د وريښمو د تنګۍ په شاوخوا کې ټول کلي د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاک شوي او د دښمن پټنځي او سنګرونه دړې وړې اوله منځه وړل شوي دي او يوه اندازه مهمات هم په عملياتوکې دشاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دغه عمليات دوه ورځې مخکې د کابل _ جلال آباد په لويه لاره کې د ښه امنيت د تامينولو په موخه د آلماس _ ٢٦ او غبار_ ٦ په نامه دلغمان ولايت دقرغيو اود کابل ولايت د سروبي د ولسواليو له استقامتونو څخه پيل شوي او په بشپړه توګه د وسله والو مخالفينو له شتون څخه د سيمو ترپاکولو پورې دوام لري.
0 1 دقیقه لوستل