ټولنه

په بند امير کې دسيلانيانو بې ساري زياتوالي

کابل باختر د زمري  اوولسمه :
دباميانو ولايت له امير بند څخه کورني  او بهرني سيلانيان مخ په زياتيدو دي .
دباختراژانس  دخبرله مخې، امير بند دباميانو ولايت له سياحتي سيموڅخه دى او طبيعي جاذبې  لري چې ددغه ولايت دمرکز دشمال لويديځ په ٧٥ کيلومتري واټن کې موقعيت لري .
دغه ښکلي طبيعي  منظرې  په  ١٣٨٨ کال کې  دهېواد دلومړني  ملي پارک  په توګه وټاکل شو چې له هغه وروسته هرکال ددغه پارک  سيلانيان زياتيږي .
دامير بند مسوولين وايي چې هرکال دباميانو ولايت دطبيعي منظرو سيلانيان او ګرځندويان مخ په زياتدو دى  او دزياتو کورنيو اوبهرنيو سيلانيانو پاملرنه يې جلب کړې ده .
په همدې حال کې دسيمه ئيزې ادارې مسوولين وايي چې دسيلانيانو شمير چې تراوسه پورې ١٢٥ زره تنه  تنه ثبت شوى دى له دې څخه لوړ دى .
دباميانو دوالي وياندعبدالرحمن احمدي وايي چې دکورنيو اوبهرنيو سيلانيانو شمير په وروستيو کلونوکې  زيات شوى دى او دغه شمير دتيرکال په پرتله زيات توپير ښيي .
دامير بند يو تن اوسيدونکى سيد علي وايي اته کاله کيږي چې په  دغه بند کې ګرځنده پلورونکي يم اوهرکال دکورنيو اوبهرنيو سيلانيانو دزياتوالي شاهد يم .
  يوه داخلي سيلانۍ جميلې له سيمه ئيزو مسوولينو څخه وغوښتل چې ددغه پارک له عوايدو څخه دلامبو وهلوتجهيزات برابر کړي  چې دسيلانيانو د ډوبيدو مخه  ونيول شي .
دباميانو ولايت دفوايد عامې رييس انجنير محمد انوري وايي چې دامير بند دڅوارلسو کيلومترو سړک دقيرکولوبودجه منظوره  شوې ده او ډير ژر به کاريې پيل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته