فرهنګ

د هېواد يو نوميالى انځور ګر وفات شو

کابل باختر دتلي اووه ويشتمه :
په خواشينۍ سره مو خبر ترلاس کړ چې د هېواد د انځورګرۍ د برخې يو پياوړى او تکړه هنرمند استاد محمد اسمعيل  نيکراى د هغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه؛ وفات شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د هنرمندانو مرکز او د ارواښاد کورنۍ او دوستانو ته د ډاډګيرنې او خواخوږۍ د مراتبو په څرګندولو سره ځان په دې غم کې شريک بولي.
د يادونې وړ ده چې استاد محمد اسمعيل نيکراى  د هېواد د هنر او فرهنګ په ساحه کې يو فعال هنرمند و او د ده کړه وړه او فعاليتونه د ستاينې وړ او محسوس دي او يوشمېر آثارو يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ملي نګارستان  لاپسې ښکلى کړى دى.
د ارواښاد فاتحه سبا د روان کال د تلې د مياشتې په اته ويشتمه نيټه د چارشنبې د ورځې له غرمې وروسته له يوې نيمې بجې څخه تر درې نيمو بحو پورې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د ارواښاد د کورنۍ له خوا د خيرخانې مينې په دريمه برخه کې پروان هوټل ته څېرمه د حضرت سرورکائنات په جامع جومات کې اخستل کيږي.
محمد اسميعل نيکراى د حبيب خان زوى په ١٣٤٦ کال کې د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ په مربوطاتوکې په يوه روښانفکره کورنۍ کې وزيږيد او د لومړنۍ، منځنۍ او ثانوي دورې له بشپړولو وروسته په ١٣٦٦ هجري لمريز کال کې د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو په پوهنځي کې خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړ او له فراغت وروسته په ١٣٧٠ کال کې د کورنيو جګړو له امله ايران ته پناه يوړه او هلته يې د دريو کلونولپاره د رياليزم د انځور کرۍ چارې زده کړې.
ارواښاد په ١٣٧٣ کال کې پاکستان ته مهاجر شو او د ښکلو هنرونو په انستيتوت کې يې د امپرسيونيزم  په برخه کې د دوو کلونو لپاره زدکړه وکړه او د طالبانو د رژيم له را پرځيدو وروسته هېواد ته راستون شو او په پاکستان، افغانستان او جرمني  کې يې د هنري نندارتونو په جوړولوکې ستر رول درلود.
د ملي او نړيوالو ورځو په مناسبت يې په هېوادکې زيات شمېر نندارتونونه جوړ کړل او د ارواښاد وروستي ګروهي نندارتون د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د کاليزې په مناسبت د ١٣٩٤کال د زمري د مياشتې په اته ويشتمه نيټه د هېواد د جمهوري رياست په ارګ کې جوړ شو چې د ارواښاد دوه آثار د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس له خوا انتخاب او وپيرودل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته