ټولنه

دا مهال په لغمان کې د ۸۴۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۳ مهمو ټولګټو پروژو چارې روانې دي

کابل – باختر دغبرګولي دمياشتې ٩
د لغمان ولايت د اقتصاد رييس انجينر محمد اغا مبارز وايي  اوس مهال په لغمان ولایت کې په بیلابیلو سکتورونو کې د (۸۴۲) میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۳ مهمو پروژو چارې روانې دي چې په بشپړيدو سره به یې ګڼ شمیر ستونزې هوارې شي.
دى زیاتوي د ولایت دمقام له هدایت سره سم هڅه کوي چې هر سکتور په خپلو کاري سيمو کې ولس ته اساسي خدمت وکړي.
د دې ترڅنګ د زیربنا د سکتور مسولين وايي چې ډیر ژر به په دغه ولایت کې د ۱۰ نورو پروژو کارونه پیل شي چې د دغه ولايت خلکو ته په به کې کاري زمینې برابرې شي.
د لغمان ولايت د پوهنې رييس محمد حضرت مجددي وايي چې په نږدې راتلونکې کې به د ۳۶،۷ میلیونه افغانیو په ارزښت په مرکز او ولسوالیو کې د دولسو ښوونځیو د احاطوي دېوالونو د پروژو چارې پیل شي چې په دغه سکتور کې ورته جدي اړتیا وه.
د کرنې د سکتور مشر هم په دغه ولایت کې د نویو پروژو د منظورۍ خبر ورکړ او ډاډ یې څرګند کړ چې په یو شمیر ولسوالیو کې به د کرنې،مالدارۍ او کلیوالي انکشاف په برخو کې مهم پروګرامونه پلي کړي، چې په دغو پروژو کې استنادي او محافظوي دېوالونه، کانالونه، سربندونه او د اوبخور د سیستمونو جوړولو شامل دي.
له بلې خوا د یو شمیر مرستندویه ټولنو استازو هم د نویو پروګرامونو خبر  ورکوي او ډاډ ورکوي چې له دولتي ادارو سره به د ټینګې همغږۍ پر بنسټ کار کوي او ددغه ولایت د خلکو غوښتنې به مرستندویه بنسټونو ته رسوي.
دلغمان والي عبدالجبار نعیمي له ټولو مرستندویه بنسټونو وغوښتل چې لغمان ته اساسي پاملرنه وکړي او په دغه ولایت کې داسې پروګرامونه پلي کړي چې ولس ته یې اساسي ګټه ورسیږي.
دى زياتوي انکشافي پروژې باید د اشخاصو نه بلکې د ولسي غوښتنو پر اساس پلې شي،دولتي ادارې او مرستندویه بنسټونه دې په همغږۍ سره د ولسي غوښتنو لپاره کار وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته