ټولنه

په پکتیکا کې د شهیدانو له کورنیو سره مرسته کېږي

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر
د پکتیکا په مرکز او څو ولسوالیوکې د شهیدانو پر کورنیو ۲،۴ میلیونه نغدي مرسته وېشل کېږي.
ځايي چارواکي وايي چې دغه مرسته د جمهوري ریاست له لوري کېږي چې پکې به د هر شهید د کورنۍ غړي ته ١٠٠ زره او د هر ټپي د کورنۍ غړي ته ٥٠ زره افغانۍ ورکړل شي.
د پکتیکا والي ډاکټر مجیب الرحمن څمکني د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې هڅې یې پیل کړې دي چې په بېلابېلو برخوکې د شهیدانو د کورنیو لاسنیوی وکړي.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې د شهیدانو او ټپیانو له کورنیو سره د خوراکي، غیرخوارکي او نغدي پېسو مرسته شوې ده.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته