کابل/ باختر/ دکب د مياشتې ٥مه
اته تنه وسله وال طالبان تېره شپه په غزني ولايت کې ووژل شول .
د غزني د والي وياند محمدعارف نوري باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان په غزني ښار پورې اړوند قره باغي سيمه کې د کومانډو ځواکونو په عملياتو کې چې د هېواد د هوايي ځواکونو په ملاتړ ترسره شول؛ ووژل شول.
نوري زياته کړه چې په دغو عملياتو کې شپږ تنه مشکوک کسان هم ونيول شول.
پاى ذکرالله