فرهنګ

د نوروزجشن د جوړولو د تياری کميسيون غونډه وکړه

-کابل باختر د مرغومي درې ويشتمه :
د نوروز جشن د جوړولو د تيارى د کميسيون دويمه غونډه نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معين پوهاند محمد رسول باوري په مشرۍ  جوړه شوه .
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
په دې غونډه کې برخه والو په اجنداکې د شاملو موضوعګانو په باب خبرې اترې وکړې .
پوهاند باوري په دې غونډه کې وويل چې د نوروز لرغونی او دوديز جشن د افغانستان او د نوروز حوزې د هېوادونو د خلکو له ملي او فرهنګي جشنونو څخه دى.
ده دغه راز وويل: په پام کې ده جمهوري رياست ته يو پيشنهاد وړاندې شي ترڅو د دغه لرغوني جشن د جوړولو په خاطر يو ملي کميسيون د اړوندو بنسټونو د استازو په ګډون جوړ شي.
په پاى کې د غونډې برخه والو په دې برخه کې خپلې نظريې او پيشنهادونه وړاندې کړل .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته