ټولنه

د اوبو يو کانال په مرکزي بغلان کې جوړېږي

 کابل /  د چنګاښ ٦ مه / باختر
د کلیو د بیارغاونې او پرمختیا وزارت په مرکزي بغلان کې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د اوبو د یو کانال د جوړولو خبر ورکړ.
دغه کانال د کلیو د بیارغاونې او پرمختیا وزارت د ساحوي پروګرامونو د انسجام دفتر، د ۱۴۷ مترو په اوږدوالي د دوه میلیونو افغانیو په لګښت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په سلام خېلو کلي کې جوړوي.
د کلیو د بیارغاونې او پرمختیا وزارت د دغه کانال د ٤٠ سلنې کار د پرمختګ خبر ورکړى دى او څرګنده کړې ده چې د دغه کانال د کار په بشپړېدو سره، په دغه کلي کې د ٤٠٠ جریبه کرنیزې ځمکې اوبه برابرېږي.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته