امنیت

يو ماين په پروان کې شنډ کړاى شو

کابل / د وري ۱۵ مه / باختر
د پروان پوليسو د دغه ولايت په مرکز کې د يوې چاودنې مخه ونيوله.
د پروان د امنيې قوماندانۍ وياند محمد سليم نوري د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل: د دغې قوماندانۍ د ماين پاکۍ ټيم يو ماين چې دښمنانو د پروان په مرکز پورې اړوند بابه خېلو کلي کې ځاى پرځاى کړى و؛ کشف او شنډ کړ.
د يو بل خبر له مخې:
د پروان پوليسو د دغه ولايت په مربوطاتو کې د تخار يو اوسېدونکى له څه ناڅه دوو کيلوګرامه اپينو او هيروينو سره ونيو.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته