کابل باختر دغبرګولي ديارلسمه :
دغزني سيمه ئيز مسوولان په دغه ولايت کې دکوچني اختر په مناسبت دسختو امنيتي تدبيرونو دنيولو خبرورکوي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دغزني امنيتي منسوبان وايي چې دکوچني اختر په ورځو کې دښه امنيت دتامينولو په خاطر دغزني امنيتي او دفاعي منسوبين په دغه ولايت کې دبې پليټو ، تور ښيښو وسايطو او په موټرسايکل کې ددوو سپاره کسانو دتګ راتګ او دپتاقيو او له پلاستيکي وسلو څخه مخنيوي کوي .
دغه راز دمشکوکو کسانو دنيولو او دمشکوکو وسايطو دمخنيوي په خاطر دپلټنې پوستې هم جوړې کړي دي .
ختم_ عطاالله _اکرم