امنیت

په کونړکې د طالبانو او داعشيانو ترمنځ د خونړيو جګړو دوام

-کابل باختر د زمري ٢٨
په کونړ ولايت کې د داعشيانو او طالبانو د ډلو د افرادو ترمنځ جګړې دپخوا په شان  دوام لري. 
تر اوسه پورې په دغو جګړوکې له دواړو لورو څخه په لسګونه  تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي او يوشمېر  نور يې  د سيالو ډلو له خوا ټپيان او  نيول شوي دي .
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان  باختر آژانس ته وويل
چې په نويو جګړو کې له دواړو لوروڅخه  شپږ تنه  ډار اچوونکي وژل شوي دي.
ده وويل: جګړه د چپې درې ولسوالۍ په لرو پرتو سيموکې د پراختيا غوښتنې او د زکات په نامه له خلکو څخه په زور د اخستل شويو پيسو د وېش د څرنګوالي پرسر پيل شوې ده او لا هم  دوام لري .
ډار اچوونکي  دځينې ساحوکې ديوبل په کورونو بريدونه وکړل او اور يې ورته واچاوه .    ختم_عطاالله   – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته