ښوونه او روزنه

په قلعه نو کې ددارالمعلمين ودا نۍ جوړيږي .

کابلباختردثور١٧ 
په بادغيس ولايت کې نن دښوونکو دروزنې دمو سسې د ودا نۍ د جوړولوکار پيل شو .
دبادغيس د والي ويندوى شرف الدين مسجدي باخترا ژانس ته وويل، دغه ودانۍ په قلعه نو ښارکې دنيم جريب ځمکې په سا حه کې په يو کال کې جوړيږي.
يوه اړونده خبرځاى وويل: په دې ودانۍ کې نږدې پنځوس مليونه افغانۍ لګيږي چې له نشه يي تو کو سره دمبار زې د چارو د وزارت له خوا ورکول کيږي .
د بادغيس والي ددغې ودا نۍ د بنسټ دډبرې دايښودلو په وخت کې وويل چې د ښوونکو دروزنې دموسسې جوړول دځوانانو دښوونې او روزنې په برخه کې يو مهم او ګټور ګام دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته