امنیت

يوولس طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

کابل / د غویي ۲۷مه / باختر
يوولس وسله وال طالبان تېره شپه د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال فواد امان د باختر آژانس خبريال ته وويل: يوولس وسله وال طالبان د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول او څلور نور یې ټپيان شول.
دغه راز په دغو عملياتو کې د دښمن وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته