سیاست

د هرات خلکو د خپلو ستونزو د حل په موخه له اجرائیه رئیس سره وکتل

کابل باختر د سلواغې پنځمه
د هیواد په لویدیز کي د هرات ولایت خلکو نن د افغانستان د اسلامي جمهوریت له اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله سره وکتل او د خپلو ستونزو په اړه یې ورسره خبري وکړې.
دافغانستان داسلامي جمهوريت داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د هرات د خلکو استازو په ننۍ کتنه کي د حکومتوالۍ په بر خه کي د اجرائیه رئیس د وروستو کارونو ستاینه وکړه او هغه یې د ملت د ښې راتلونکي لپاره اساسي وبلل.
دغو خلکو د امنیت او حکومتوالۍ په برخه کي د هغو ستونزو یادونه وکړه، چي په وروستیو میاشتو کي د هرات ولایت اوسېدونکي ورسره مخامخ دي او په دې ارتباط یې د ملي یووالي حکومت د نوري توجه پېشنهاد وکړ.
د ښوونې اوروزنې د حالت ښه والی، د لوړو زدکړو لپاره د نورو امکاناتو موندنه، د هرات د صنعتي پارک د فعالیت ښه والې او اقتصادي برخو ته د حکومت ډېره پاملرنه هغه مسائل وو، چي د هرات خلکو پرې له اجرائیه رئیس سره خبري وکړې.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس د هرات ولایت له اوسېدونکو سره په ننۍ لیدنه کي وویل، چي حکومت په بېلا بیلو برخو کي د ټول هیواد لپاره مناسب او کارنده پلانونه لري، چي پر ټاکلي وخت او زمان به پلي سي.
ده زیاته کړه، چي د امنیتي حالت ښه  والې او د ښې حکومتوالۍ ایجاد د ملي یووالي دحکومت له لومړیتوبونو څخه دي او تر نورو فعالتیونو مخکي به په دغو دوو برخو کي لازم اقدامات کیږي.
ده د کاري فرصتونو موندنه، د ښوونې او روزنې داوسني حالت ښه والي او د لوړو زدکړو په هدف د تعلیمي بورسونود زیاتولو په برخه کي د حکومت له ژمني یادونه وکړه او ويي ویل، چي په دغوبرخو کي به هم پر خپل وخت او زمان اړین فعالتیونه ترسره شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته