– کابل، د غبرګولي١٩مه، باختر
د هلمند شيعه علماوو په يوه غونډه کې له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ اعلام کړ.
دغه غونډه کې چې د شیعه عالمانو د لسګونو مشرانو او سیمه ئیزو چارواکو په ګډون جوړه شوې وه، ګډونوالو له افغانستان څخه د اشغالګرو په شړلو کې د اسلامي امارت رول ته اشاره وکړه او ويې ويل چې اوس په هېواد کې اسلامي حکومت حاکم دی او موږ ټول بايد ورسره همکاري او ملاتړ یې وکړو.
د شيعه ګانو د ټولنې مشر حاجي زاهدي د افغانستان له خلکو وغوښتل چې له قومي مسائيلو څخه دې جلا شي او د يوه پرمختللي افغانستان د جوړولو لپاره په ګډه کار وکړي.
هغه وویل چې اسلامي امارت د نورو مذهبونو په څېرله شیعه ګانو سره ښه چلند کوي.
په دې کتنه کې د اسلامي امارت یو شمیر مسئولینو د شیعه ګانو له ملاتړ څخه مننه وکړه او ویې ویل چې اسلامي امارت د افغانستان د حالاتو د ښه والي او د هیواد د بیارغونې لپاره له ټولو برخو سره په ګډه کار کوي.
\ ذ