ښوونه او روزنه

دسويډن کميټې په سمنګانو کې سل ښوونځي جوړ کړي دي

کابل باختر دچنګاښ  څليرويشتمه :
په سمنګانو ولايت کې درسمي ښوونځيو تر څنګ دسويډن کميټې دسيمه ئيزو ښوونځيو دجوړولو له لارې ددغه ولايت نږدې دوه زرو تنو ماشومانو ته دلومړنيو زده کړو زمينه برابره کړې ده .
  دسمنګان ولايت دپوهنې رياست  دڅارنې دسمون  او همغږۍ امر سيف الدين  سهيل  وايي، دپوهنې وزارت دسويډن کميټې په همکارۍ دهغو ماشومانو دشاملولو  په مقصد چې دلارې دلرې والي له امله دولتي  ښوونځيو  ته نه شي رسيداى  ددغه ولايت دکوز دره صوف ولسوالۍ په کچه په روان کال کې سل  سيمه ئيز ښوونځۍ جوړ کړي دي .
  يوه اړونده خبرځاى وويل: دسيمه ئيزو  ښوونځيو دجوړولو هدف په ښوونې او
روزنې دهيواد دټولو ماشومانو  برلاسي دى، په همدې مقصد دغه ښوونځي  په لرې پرتو کليو کې جوړ شوي دي چې ماشومانو يې زده کړه وکړي .
  خبرځاى دسويډن کميټه دسمنګانو ولايت دپوهنې رياست يو ډير ښه همکار وباله او زياته يې کړه  چې په روان کال کې دغې موسسې  ددغو ښوونځيو  په جوړولو سره  چې هر يو يې يو درسي ټولګى لري دوه زرو تنو نجونو  او هلکانو ته  يې د زده کړې زمينه برابره  کړې ده ، دغه ښوونځي له لومړۍ ټولګي  څخه تر شپږم  ټولګي پورې دوام کوي  او وروسته  زده کوونکې يې په رسمي  دولتي ښوونځيو کې جذبيږي .
په همدې حال کې دسمنګانو ولايت دکوز دره صوف ولسوالۍ سيمه ئيزو مسوولينو دسويډن هيواد ددغه پروګرام ملاتړ کړى دى .
دکوز دره صوف ولسوال محمد همايون برلاس د باختراژانس خبريال ته وويل: له هغه  وخت څخه چې په دغې ولسوالۍ کې سيمه ئيز ښوونځي جوړ شوي دي ددوى داستوګنې په سيمه کې  ددغې ولسوالۍ ټولو ماشومانو ته د زده کړې زمينه برابره شوې ده او دوى نور دې ته اړتيا نه لري چې په ورځ کې  څو کيلومتره  لاره دولتي ښوونځيو ته ديون په مقصد ووهي .
دده دڅرګندونو له مخې، دسويډن  کميټې په دغې ولسوالۍ کې دپوهنې په برخه کې ډير پراخ فعاليت پيل کړى دى، چې دښوونکو  دمعاش ، درسي کتابونو او قرطاسيې  په ګډون  ددغو ښوونځيو ټول امکانات  ددغې کميټې له لارې برابريږي
همدا اوس دسمنګانو ولايت دشپږګونو ولسواليو په کچه  دڅه دپاسه يوسلو  زرو تنو زده کوونکو  په کميت دوه سوه پنځه  نوي ښوونځي فعال دي او ددغو زده کوونکو درسي پروګرامونه دنږدې دوه زره پنځه سوه تنو ښوونکو له خوا پرمخ بيول کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته