کابل باختر د وږي ٢٦مه :
پوليسو دالکولي مشروباتو دتوليد يوه کارخانه دکابل ښار دپنځمې ناحيې له مربوطاتو څخه کشف کړه .
دکابل دامنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز دباختراژانس خبريال ته وويل: دکابل ښار دپنځمې ناحيې په کمپنۍ ساحه کې پرون ماښام په عملياتو کې دالکولي مشروباتو دتوليد يوه کارخانه کشف شوه .
دقضيې په اړوند دبغلان ولايت يو اوسيدونکى له ١٥٦ ليترو الکولي مشروباتو او تخمير شويو مميزو سره نيول شوى دى .
ديوبل خبرله مخې ، پوليسو دنشه يي توکو ٤ پلورونکي ددويمې ناحيې ددهن باغ له ساحې او دکابل ښار ديوولسمې ناحيې له پنځه سوه فاميليو څخه ونيو ل.
ختم_ ج_ اکرم