ښوونه او روزنه

د هرات په ښوونځيوکې د نجونو د شموليت د کچې د زياتوالي لپاره هلې ځلې

٣_   هرات ښار باختر دغويي دمياشتې ٢١ :
د هرات په ښوونځيوکې د نجونو د شموليت د زياتوالي په خاطر دوه ورځنى روزنيز پروګرام پيل شو.
دغه پروګرام د ښځوچارو رياست له خوا ديونسکو په همکارۍ په ښوونځيوکې د نجونو د شتون او شموليت د زياتوالي په مقصد جوړ شو او ټاکل شوې ده د ښار او څلورو ولسواليو شل تنه ميرمنې د دوو ورځو لپاره زده کړه وکړي او څلور ورځې نور په خپلو ولسواليوکې د پوهاوى کمپاين ولري.
د ښځو چارو رييس  محبوبې جمشيدي د ښوونې او روزنې د ارزښت په باب خبرې وکړې او د هرات په ښوونځيو او تحصيلي موسسوکې يې د نجونو د پراخ شتون له امله خوښي څرګنده کړه.
دې وويل چې د هرات په ښوونځيوکې  د نجونو د پراخ شتون ترڅنګ، بيا هم د ولسواليو په کچه د دغه شان پروګرامونو جوړولو ته اړتيا ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته