ټولنه

په فراه کي د ښوونکي ورځ ونمانځل شوه

کابل/ باختر/ د تلې ۱۵مه
د فرا ه والي وایي چې د ښوونکي سپیڅلې دنده عبادت دی او ښوونکی د انسان تفکر جوړوي.
د باختر آژانس د سیمه یز خبریال د خبر له مخې: دغه ټکی پرون د فراه والي عبدالبصیر سالنګي په هغې غونډه کې چې د فراه ښار د توفیق میرزایي د نجونو په لیسې کې چې د ښوونکی د ورځ د نمانځلو په مناسبت چې جوړه شوې وه، بیان کړ.
په دې غونډه کې چې د ملکې ادارو، د ولایتي شورا، د ښوونځیو د آمرينو، ښوونکو او زده کوونکو په ګډون جوړه شوه، د فرا ه والي عبدالبصیر سالنګي د ښوونکي دنده عبادت وباله او د انسان د تفکر په بدلون کې یې د ښوونکي رول اغیزمن وباله او زیاته یی کړه: په هغو هېوادونوکې چې خلک یې د ښوونې او روزنې  په برخه کې  هلې ځلې وکړي او خپل بچیان وهڅوي، دغه هېوادونه د پرمختګ او اقتصادي فرهنګي، تعلیمي او بنسټیز له نظره له هغو هېوادونو څخه چې بچیان یې له ښوونې او روزنې څخه لرې پاتې دي، مخکې دي .
ده له ښوونکو څخه وغوښتل چې د زده کوونکو د زده کړې په برخه کې جدي هڅه وکړي .
په دی غونډه کې نورو وینا والو هم په ټولنه کې د ښوونکي د مقام او رول په باب خبرې وکړې .
دغه راز د فراه ښار زده کوونکو نجونو او هلکانو هغه ترانې چې د ښوونکي په ستاینه کې جوړې کړې وې، ولوستلې.
پاى/سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته