امنیت

دملي امنيت شورا : هيڅ بهرنى هيواد حق نه لري چې دافغانستان له موافقې پرته خپل عسکر دايساف په چوکاټ کې افغانستان ته راشي .

کابلباختردسنبلي ١٠
دافغانستان د اسلا مي جمهوريت د جمهور رييس حامد کرزي په مشرۍ د ملي امنيت دشورا غونډه نن جوړه شوه .
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ :
په دي غونډه کې چې په ارګ کې جوړه شوه لومړى د١٣٩٣ کال د جمهوري رياست د انتخاباتو لپاره د رايو ورکولو دمرکزونو  د ډاډ من امنيت د تامينولو په مقصد امنيتي چمتو والي وڅيړل شو .
دکورنيو چارو وزارت  سرپرست په دې باب وويل ، چې د رايې ورکولو د ٦٨٤٥ مرکزونو له جملې څخه چې لست يې پخوا د انتخاباتو دخپلواک کميسيون له خوا دغه  وزارت ته ليږل شوي دي ٣٤٣٥ مرکزونه  ډاډ من امنيت لري او نورمرکزونه يې  په کتګوريو سره د ټيټو، منځنيو او لوړو ګواښونو لرونکي وبلل .
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون رييس ډاکتر احمديوسف نورستاني او د دغه کميسيون د دارالانشا رييس ضياالحق امرخيل د رپوټونو د وړاندې کولو په ترڅ کې خپلې نظريې غونډې ته وړاندې کړې اود ملي امنيت له شورا څخه يې وغوښتل چې په هيواد کې دسراسري انتخاباتودترسره کولو په مقصد دې دښو امنيتې شرايطو د برابرولو په لاره کې د انتخاباتو له کميسيون سره  همکاري وکړي .
دملي امنيت شورا د وړاندې شويو رپوټونو له اوريدو وروسته د هيواد امنيتي ارګانونو ته دنده وسپارله چې د رايو ورکولو د مرکزونو د امنيت د تامينولو
دپروګرام په باب بيا کتنه وکړي او په هيواد کې دسراسري انتخاباتو دترسره کولو په مقصد دې ښې زمينې برا برې کړي .
وروسته د هيواد په لويو لارو کې نا امنۍ وڅيړل شوې دملي امنيت شورا 
دکابل _هرات په لويه  لاره کې شته ستونزې له انديښنو ډکې وبللې اودملي دفاع او د کورنيو چارو  وزارتونو ته يې په ټينګار سره  دنده  وسپارله چې په دې لويه لاره کې د ناامنيو دله منځه وړلو په مقصد سملاسي تدبيرونه ونيسي اوعملي يې کړي.
وروسته د ايساف له ځوا کونو سره د اوکراين ، مونتي نګرو اود کروشيا دهيوادونو ديو شميرعسکرو پيوستون  چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د دولت  له موافقې اوسلامشورې پرته د ايساف په ځواکونوکې شا مل شوي دي، وڅيړل شو.
دملي امنيت شورا دغه عمل يوخپل سري عمل و باله اوپريکړه يې وکړه چې هيڅ
بهرنى هيواد ددې حق نه لري چې د افغانستان د اسلامي جمهويت د دولت له
موافقې او اجا زې پرته خپل عسکر دايساف په چوکاټ کې افغانستان ته واردکړي
په پاى کې د ملي امنيت شورا دسوريې په خلکو د کيمياوي وسلو کارول  او استعمالول چې په دغه هيواد کې د بيګناه خلکو په تيره بيا دمعصومو ماشومانو
د وژنې سبب شوي دي ،يو بشري ضد عمل و باله او دغه دردونکي عمل يې ديو جنګي جنايت په توګه و باله اود هغو د کارولو عاملين يې دهر لوري له خوا چې شوى  وي په کلکه وغندل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته