ورزش

جمهور رئيس غني د افغانستان د کرکېټ ملي ټيم د هېواد لپاره ویاړ وباله

کابل باختر د ليندۍ دمياشتې  ٢٣
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني نن سهار د افغانستان د کرکېټ بورډ له نوي ټاکل شوي عمومي رئيس او د دغه بورډ له غړو سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهور رئيس غني د افغانستان د کرکېټ ټيم یو ملي وياړ وباله او ويې ویل چې دغه بورډ به په خپلواکه توګه خپلې چارې ترسره کړي او د ملي ټيم لوبغاړو ته باید تل ځانګړې پاملرنه وشي.
جمهور رئيس د افغانستانکرکېټ بورډ ته د لا بریالیتوب د هيلې د څرګندولو په ترڅ کې وویل چې هند، پاکستان او سريلانکا هم ورسره د کرکېټ بورډ د پرمختګ په برخه کې د مرستې ژمنه کړې ده.
د افغانستان د کرکېټ بورد نوي رئيس نسیم الله دانش ډاډ څرګند کړ چې د یوه منظم پلان له مخې به په دقت سره د کرکېټ د ملي ټیم د لا پیاوړتیا لپاره کار وکړي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئيس غني د یوه حکم پر اساس، ښاغلی نسیم الله دانش د افغانستان د کرکېټ بورډ د عمومي رئيس او ښاغلی شفیق الله ستانکزی، د دغه بورډ د اجرائيه رئيس په توګه وټاکل شول.
د افغانستان کرکېټ بورډ په عمومي رئيس او اجرائيه رئيس سربېره دوه مرستيالان هم لري.   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته