ټولنه

په پروان کې یوشمېراړو کورنیو خوراکي توکي ترلاسه کړل

کابل / د وري ۱۴ / باختر
په پروان کې د معلولیت لرونکو کسانو ټولنیزې شورا په دغه ولایت کې په یوشمېر اړو کورنیو خوراکي توکي ووېشل.
د پروان د شهیدانواو معلولینوچارو آمر سید ظهورهاشمي باخترآژانس ته وویل: په پروان کې د معلولیت لرونکوکسانوټولنیزې شورا په هرې کورنۍ یوبوری اوړه ، یو بوری وریجې او یوه اندازه غوړي او صابون ووېشل.
هغه وویل چې د معلولیت لرونکوکسانو ټولنیزه شورا له اړوکسانوسره د مرستې لپاره د مرستې د را ټولولوصندوق جوړکړی دی.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته