کابل باختردچنګاښ دمياشتې ١٤نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس محمد اشرف غني پرون ماخستن په کارته پروان ګوردواره کې دجلال اباد ښار د وروستۍ تروريستي پېښې د قربانيانو کورنيو سره چې زموږ يو شمېر سکانو او هندوانو هېوادوالو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ،غمشريکي وکړه.
د جمهور رئيس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دغو مراسمو کې لومړی ثوريال سِنګ د نورو په استازيتوب دخبرو پرمهال د جمهور رئيس له غمشريکۍ څخه مننه وکړه.
جمهور رئيس د هېواد د سکانو او هندوانو ويرځپلو کورنيو سره د خواخوږۍ او غمشريکۍ ترڅنګ وويل: دا پېښه يوه فاجعه وه او حکومت به يې د پېښېدو څرنګوالی په هر اړخيزه توګه و ارزوي او عاملين به مجازات کړي.
د هېواد جمهوررئيس د دې ترڅنګ چې هندوان اوسکان هېوادوال دافغانستان وياړ وبلل ويې ويل، حکومت به تل دوی ته پام وکړي.
د دغو مراسمو په پای کې د هېواد د جمهور رئيس په حضور کې نرندر سِنګ د هندوانو او سکانو د نوي استازي په توګه معرفي شو. #
پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل