ورزش

د هرات د بدن د غړو د پالنې ټيم ته غوره څيرې انتخابې شوې

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٢٥
په هرات کې د بدن د غړو د پالنې انتخاباتي سيالۍ د ٢٤ غوره څيرو په انتخابولو سره پاى ته ورسيدې .
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا د باختر آژانس خبريال ته ويې ويل: دغه سيالۍ د دوو ورځو لپاره په هرات کې پيل شوې چې په هغوکې له ٣٢ کلپونو څخه ٨٠ تنو لوبغاړو په نهو وزنونوکې سيالي وکړه .
د ضيا د څرګندونو له مخې: د دغو سياليو موخه د غوره څيرو پيژندنه او دهرات ولايت دبدن د غړو د پالنې منتخب ټيم ته د هغوى انتخابول و چې په پاى کې ٢٤ غوره څيرو د منتخب ټيم غړيتوب ترلاسه کړ .
دغه راز په دغو سياليوکې عبدالحکيم د ٥٥ کيلو ګرامو په وزن کې، مير آقا د ٦٠ کيلوګرامو په وزن کې، ابوبکر د ٦٥ کيلوګرامو په وزن کې، شريف احمد د ٧٠ کيلوګرامو په وزن کې، شوکت د ٧٥کيلوګرامو په وزن کې او شريف احمد د ٨٠ کيلوګرامو په وزن کې لومړي مقامونه وګټل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته