نړۍ

د پاکستان دکراچي په ښار کې دلسوتنو وژل کيدل

کراچي-دي دان- باختر آژانس د وږي ٢٥
دپاکستان په کراچي ښارکې پرون دتاوتريخوالې له امله لس تنه ووژل شول.
دغه کسان دکراچي ښارپه بيلابيلو سيموکې په ډزو سره وژل شوي دي چې يوه ښځه هم پکې شامله ده په دغو ډزو کې دلسو تنو په وژل کيدو سر بېره ،څلور تنه نور ټپيان شوي دي. 
دغه راز دکراچي په لياقت آباد سيمه کې يو مړى دپوليسو لاس ته ورغللى دى .
په کراچي ښارکې تاوتريخوالې ،قصدي وژنې او بريدونه له څوکلونو راپه دې خوا دوام لري چې له امله يې په سلګونو تنه وژل شوي او په لسګونو تنه نور ټپيان شوي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته