امنیت

د ننګرهار په ولايت کې د ځوانانو د پيوستون د بنسټ مرستيال عبدالرحمن د ماين د چاودنې له امله ټپي شو

کابل باختر دسلواغي شپاړلسمه :
په ننګرهار ولايت کې د ځوانانو د پيوستون د بنسټ مرستيال عبدالرحمن د ماين د چاودنې له امله ټپي شو.
دباخترآژانس د خبريال دخبر له مخې: دغه پيښه نن مازيګر د پنځو بجوپه شاوخوا د کوزکونړ ولسوالۍ د ياسين بابا په سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې د عبدالرحمن د سپرلۍ موټر په واټ کې په ښخ  کړى شوي ماين وخوت .
د سيمې اوسيدونکي وايي چې د ننګرهار ولايت د ځوانانو د پيوستون دبنسټ  مرستيال دجمهوري رياست د يوه نوماند په ګټه دکمپاين لپاره روان و؛ خو تراوسه پورې روښانه نه ده چې دى دکوم نوماند د انتخاباتي کمپاين غړى و؟
د ننګرهار ولايت دکوز کونړ ولسوال محمدعظيم زمري له باخترآژانس سره په اړيکه کې د دغه ولايت د ځوانانو د پيوستون د بنسټ د مرستيال ټپي کيدل تاييد کړل؛ خو په دې اړوندچې ده د جمهوري رياست د کوم نوماند په ګټه کار کاوه؟ بې  خبري وښودله.
په همدې حال کې د ننګرهار ولايت د يوه روغتيايي مرکز ډاکترانو د ده روغتيايي حالت ښه وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته