فرهنګ

دچنداولودپاڅون د درې ديرشمي کاليزې له امله دکابل دخلکو دسراسري شورا درييس ډاکتر سيد مخدوم رهين پيغام .

کابل باختر د غبرګولۍ  يو ديرشمه

 دچنداولودپاڅون د درې ديرشمي کاليزې له امله دکابل دخلکو دسراسري   شورا درييس ډاکتر سيد مخدوم رهين پيغام .

 درنو عالمانو دحق  دلارې مجاهدينو ، دچنداولو  پتمنوخلکو  !

  دکابل زوړ ښار چې په حقيقت کې  دنننۍ کابل اصلي مرکز دي دزياتو ازادي غوښتونکو پاڅونونو ډګر دي په همدي لرغوني کابل کې دکابل آزادي غوښتونکي  دالکساندر برنس  په کور بريد وکړ  په همدي ښار کې دکيوناري په قرارګاه بريد وشو .

  درې ديرش کاله مخکې  د  ١٣٥٨ کال دچنګاښ دمياشتې په دويمه نيټه  په داسي حال کې چې ديو خپل سرى او يوګوڼديز حکومت  وحشت په کابل ښار باندې دروند والي کاوه او هره ورځ دپوهنتون  په لسګونو تنه استادان اومحصلان او دولتي کارکوونکي اوکابليان نيول کيدل او دامين يانو  د ځورونې  ساحو ته بيول کيدل  له چندالوڅخه يو پاڅون پيل شو دغه پاڅون درژيم ګوډاګيان  ولړځول او وارخطايي کړل  سره له دي چې پاڅون په تاوتريخوالي سره وځپل شو او دميوند واټ زموږ دسلګونو تنو هيوادوالو په وينو سور شو خو دپاڅون اغيزه هم  په خلکو اوهم درژيم  په  دستګاه باندې ډير څرګند و ، خلک په دې  پوه شول چې  په پرله پسې پاڅونونو سره به په پاى کې دغه رژيم له پيښو وغورځوي  رژيم هم په دې پوه شو چې دويري او ډار د فضا په برابرولو  اودخلکو  دويني په تويولو سره نه شي کولاي  دوام وکړي او سوله ئيزه لاره ولټوي او په خپلي رهبري کې به ښکاره   بدلون رامنځته کړي ،  په داسي حال کې چې ددغه زړه ورپاڅون دويني توييدوغم لړى خاطري له ځان سره  لرو غواړم  دټولو شهيدانو پاک روح اودچنداولو  دپاڅون دسالار الحاج  سردار نوروز علي  ( هدايت )  پاک روح ته  درود واستوم .

 ارواښاد  سردار نوروز علي هدايت په ١٣٥٨  کال کې د چنګاښ دمياشتې په دويمه دپاڅون په ورځ وفات شو

 ددغه پاڅون دخاطرو درناوي کوو او ددغه پاڅون  شهيدانو ته دفردوس جنت هيله کوو

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته