خبرونهامنیت

د طالبانو د دفاع نومول شوي وزير په هلمند کې ووژل شو

۲۴- کابل / د مرغومي ۲۷ مه / باختر
د وسله والو طالبانو د دفاع نومول شوي وزير د افغانستان په جنوب کې د کومانډو ځواکونو په بريد کې ووژل شو.
پر ملا عبدالقيوم ذاکر تېره شپه په هلمند کې د هغه په پټنځي کې بريد وشو.
د هېواد په جنوب کې د کومانډ ځواکونو يوې سرچینې له باختر آژانس سره په اړيکه کې په هلمند کې د وسله والو طالبانو د دفاع د نومول شوي وزير وژل کېدل تاييد کړل.
د رپوټونو له مخې؛ ملا عبدالقيوم ذاکر نوي له پاکستان څخه افغانستان ته راغلی و او د طالبانو له يوشمېر قوماندانانو سره په هېواد کې د دغې ډلې د نويو بريدونو پر سر خبرو بوخت و چې بريد پرې وشو.
ملاعبدالقيوم ذاکر د وسله والو طالبانو د مشرتابه شورا غړى او په افغانستان کې د دغې ډلې د بريدونو لومړۍ درجه مسوول و.
هغه د هلمند د کجکي ولسوالۍ اصلي اوسېدونکى او په وروستيو کلونو کې د طالبانو په کليدي پستونو کې کار کړى دى.
وسله والو طالبانو تراوسه د دفاع د نومول شوي وزير وژل کېدل نه دي تاييد کړي.
ختم- ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته