امنیت

لس تنه وسله وال طالبان په قندهار کې ووژل شول .

کابل باختر دسلواغې شپاړلسمه :
لس تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې  له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول .
  په دې  بريد کې  چې نن سهار  دقندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې دطالبانو په پټنځي ترسره شو  څلور تنه نور وسله وال طآلبان ټپيان شول .
  دغه وسله وال طالبان په خپل پټنځي کې  ديولړ ډار اچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت و ،  چې دپوځيانو له خوا پرې بريد وشو .
  دهېواد په جنوب کې دملي اردو يو جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې  دپوځيانو په دې بريد کې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته