سیاست

د جمهورريیس محمد اشرف غني د غمشریکۍ پیغام

-کابل / دثور ١٣مه / باختر:
په خواشینۍ سره مې اطلاع حاصله کړه چې څېړنوال مولانا زین الله منلی د ۹۶ کالو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو.
مرحوم مولوي زین الله منلی دیني عالم، محقق، شاعر او ژباړن و. ډېر اثار یې لیکلي، شاګردان یې روزلي او ډېر عمر یې د وطن، وطنوالو، ژبې او فرهنګ خدمت کړی دی. د ده مړینه د افغانستان فرهنګي ټولنې ته لویه ضایعه ده.
د مولانا زین الله منلي د وفات له امله د ده کورنۍ، دوستانو، ، همکارانو او د علم او فرهنګ مینه والو ته تسلیت وایم او مرحوم ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت هيله کوم. ختم- ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته