نړۍ

دپاکستان په کراچي ښار کې تاوتريخوالي

کراچي باختر دتلي  شپاړسمه
  دپاکستان دکراچي په ښار کې په نويو نښتو کې څه ناڅه  پنځلس تنه نور  وژل شوي دي .
  دپاکستان د دي ډان ورځپاڼې دخبر له مخې، دغه کسان په تيروڅليرويشتو ساعتو کې دکراچي ښار  په بيلابيلو سيمو کې ددوو سياليو ډلو ترمنځ دنښتو او دقصدي وژنو اوبريدونو له امله وژل شوي دي .  له دغو پيښو وروسته پرون دپيښې په شاوخوا سيمو کې دراکړې ورکړې ټول  مرکزونه وټړل شول او  سيمه د ويرې او ډار فضا ونيوله .
نورکسان دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا په ډزو سره ووژل شول .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته