ټولنه

د کابل – قندهار د لویې لارې د بیا رغولو چارې پیل شوې

کابل / د وږي ۱۶ مه / باختر
د ټولګټو چارو وزارت مسوولین وايي چې د کابل – قندهار د لویې لارې د بیا رغولو چارې یې پيل کړې دي.
په زابل کې د سړک جوړولو مسوول حاجي قاسم وايي چې له وردګو څخه تر قندهار پورې په هره سیمه کې چې سړک زیانمن شوی وي د اسلامي امارت په لګښت بیا رغول کېږي چې پلګوټي او پلونه هم په کې شامل دي.
د زابل اوسېدونکي مولوي ذاکر او مولوي عطاء الله له اسلامي امارت غواړي چې ورته رغینز کارونه د افغانستان په ټولو برخو کې ترسره کړي.
په ورته وخت موټر چلوونکي د سړک پر رغولو خوښ دي او وایې په دې سره به یې ډېرې ستونزې حل شي او ترافیکي پېښې به هم ورسره کمې شي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته