ټولنه

دمعلو لينو د نړيوالې ورځې درنا وي وشو

دشهيدا نو ، معلو لينو ،کار اوټولنيزو چارو و زارت نن په کا بل ښار کې ديوې غونډې په ترڅ کې دمعلو ليت لرو نکو کسانو نړيواله ورځ ونمانځله

 په هيواد کې دغه ورځ په داسي حال کې نمانځل کيږي چې په افغانستان کې د نړۍ درو غتيا يي سا زمان داټکل له مخې په هيواد کې څه نا څه اته سوه زره تنه معلول کسان شته

دباختر د ا  طلاعا تي ا ژانس دخبريال دخبر له مخې په دې غونډه کې چې د پارلمان يو شمير غړي ، د وزارتونو سلا کارا نو اود مو سسو رئيسا نو او يو شمير معلو لينو برخه لرله ددغه وزارت دشهيدا نو اومعلو لينو د چارو معينې ثريا پيکان د معلو لينو د ژوندا نه دشرايطو د ښه والۍ په لاره کې ددغه وزارت ديو کلنو کړو وړو په اړوند خبري و کړې او ويې ويل دشهيدا نو ، معلو لينو ، کار اوټولنيزو چارو و زارت تل هڅه کړې ده چې معلو ليت لروونکو کسانو اودشهيدا نو وارثا نو ته دسو کا لۍ ، رو غتيا ، ښوونې او روزنې زده کړې اود استو ګنې ځاى لپاره زيا تې زمينې برا بري کړي دي

 ميرمن پيکان دمعلو لينو د انستيتوت د جوړيدو ياد ونه و کړه اوڅرګنده يي کړه چې له دې وروسته دشهيدا نو وارثان اومعلوليت لرو نکى کسان کولاي شي په دغه انستيتوت کې په زده کړې سره دټولنې د نورو وګړو په شان مدرنې او معياري زده کړې و کړې

 دې دغه را ز ددغه وزارت د بنسټيزو او اساسي کارو نو په شان د حرفوي کورسو نو ياد ونه و کړه او ويې ويل دموبايل اوموټر سايکل د ترميمولو اوخياطي په حرفوي کور سو نو کې دمعلو ليت لروونکو کسا نو ګډون ډير ارزښتناک دي له اقتصادي پلوه دوي په خپلو پښو د ر وي

 د  ميرمن پيکان دڅرګند ونو له مخې داټکل له مخې په افغا نستان کې څه نا څه اته سوه زره تنه معلول کسان شته

ددې دڅرګند ونو له مخې دشهيدانو او معلو لينو چارو ته د زيا تى پاملرني په مقصد د جمهور رئيس د حکم له مخې بين الوزارتي کميټه جوړه شوه چې له دي لاري په اغيز منه تو ګه ددوي ستو نزو ته پاملرنه وشي

 دې دغه را ز په مرکز او ولايتو نو کې د معلو ليت لروونکو کسا نو ته دبانکى سيستم په را منځته کولو کې ددغه وزارت دهڅو ياد ونه وکړه او ويې ويل ددغه سيستم په را منځته کولو سره به معلو لينو ته د اسعارو د اخيستلو اوتباد لى په بهير کې زيا تې اسانتيا وي برا بري شي  د غونډې په بهير کې سنا تور بريال د عا مې روغتيا وزارت سلا کار عبد الله فهيم او يو شمير نورو برخه والو خبري و کړې  غونډه د پريکړه ليک په لو ستلو سره پاى ته ورسيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته