سیاست

تبصره

کابل باختر دمرغومي دولسمه :
افغانستان ٢٠١٥ ميلادي کال له لوړو او ژورو سره يې تير کړ. او په زياتو هيلو سره يې ٢٠١٦ ميلادي کال پيل کړ .
دباختراژانس مبصر ليکي ،
٢٠١٥ ميلادي کال  تيرشو . دغه کال دافغانستان خلکو ته زياتې لوړې او ژورې لرلې .
په دې کال کې دافغانستان خلکو زياتې ستونزې وګاللې خو مقاوم او هوډمن پاتې شول او په زياتو هيلو سره او په عين حال کې په  متانت  او په نفس په  باور سره يې نوى ميلادي کال  پيل کړ ، په ٢٠١٥ ميلادي کال کې افغانانو دخپل هېواد مستقلانه دفاع هغه هم د ډار اچوونکو فعاليتونو ، په طالبانو پورې داړوندوتروريستي ډلو دوسله والو فعاليتونو دپراختيا او دبهرنيو لاسوهنو په څپو کې تجربه کړه .
٢٠١٥ ميلادي کال دافغانانو لپاره دازمايښت  او تجربې کال و، هغه ملت چې دنړۍ په وړاندې يې ژمنه وکړه چې په خپله  په يوازيتوب سره کولاى شي دملي ارزښتونو او دتاريخي هويت دفاع وکړي او دبهرنيو ورانکارو دسيسو توطيو او پروګرامونو په وړاندې ودريږي.
٢٠١٥ ميلادي کال په هرلحاظ  اوپه بيلابيلو اړخونوله ستونزو اوچلنجونو څخه ډک کال و، په دې کال کې نه يواځې  دامنيتي ستونزو ، بهرنيو لاسوهنو او د ډار اچوونکو فعاليتونو حجم په بې ساري ډول لوړ شو او دلومړي ځل لپاره دافغانستان خلک د لنډ مهال لپاره دتروريستانو اوطالبانو له خوا دڅو اداري واحدونو آن دکندز ښار دنيول کيدو شاهدان و خو دبهرنيو ځواکونو په وتلو ، دعمراني پروژو او دبهرنيو مرستو په کمښت ، دجګړې او ناامنۍ په پراختيا سره دافغانستان دخلکو اقتصادي حالت ناوړه پرمختيا لرله ، دهېواد اقتصادې ودې نزولي تګلورى  غوره کړ ، په هېواد کې دپانګونې کچه ټيټه شوه او زياتره پانګوال له هېواد څخه ووتل :دراتلوونکې په نسبت ناوړو  تبليغاتو  دځينوخلکو په تيره بيا  دهغوکسانو په نسبت  چې په تيرو وختونوکې يې په بهرنيو بنسټونو کې کارکاوه ، دوزګارتيا ، بې باورۍ اوبې اعتمادۍ د کچې  لوړوالي ته لاره ورکړ او داکار ددې سبب شو چې زموږ يو زيات شمير هېوادوال بهرنيو هېوادونو ته دمهاجرت او پناه غوښتنې لاره غوره کړي چې داپه خپله  په ٢٠١٥ ميلادي کال کې دافغانستان دولت اوخلکو ته يوه جدي ټولنيزه ستونزه وه .
په ٢٠١٥ ميلادي کال کې دافغانستان حالت په قصدي او عمدي ډول هغه هم په بهرني مغرضانه پروګرا م کې پيچلى حالت ځان ته غوره کړ .
په دې کال کې سره له دې چې  دلومړي  ځل لپاره دافغانستان ددولت استازو له طالبانو سره وکتل او خبرې يې وکړې خو دغه خبرې دطالبانو دمشر ملا عمر دمړينې دخبر په اعلامولو سره وځنډيد .
دجګړې جغرافيا په پلان شوي ډول شمال ته وليږدول شوه  او دهېواد دشمال او شمال ختيځو ولايتونو له بدخشان  څخه تر فارياب  پورې  ګډوډ حالت ځان ته غوره کړ .
  په لويو لارو کې امنيتي حالت او يرغمل نيونې خپل حالت بدل کړ چې داکار ددې څرګندوى و  چې ځينې کړۍ هلې ځلې کوي چې په هېواد کې قومونه په خپلو کې  په جګړې  لاس پورې کړي په تيره بيا دکابل _ قندهار په لويه لاره کې يرغمل نيونې ،  په غور اودبلخ ولايت په زارع ولسوالۍ دمسافرانو وژنه ،د همدغو پروګرامونو يوه برخه  وه .
دا ټول ددې څرګندوى دي چې زموږ  په هېواد کې حالت دبهرنيو استخباراتي پروګرامونو  له مخې په قصدي او عمدي  ډول پيچلى شو .
خو ٢٠١٥ کال يولړ برياليتوبونه  هم لرل ، داسې برياليتوبونه چې افغانانو ته  دوياړ او ددغه هېواد دښمنانو ته دشرم اوخجالت  سبب دي .
دهېواد دښمنانو په توطيو لاس پورې کړ چې دغه هېواد او ملت له پښو وغورځيږي خو دغه خلک په ٢٠١٥ ميلادي کال کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ شول، بچيانويې په امنيتي او دفاعي ځواکونو کې دخپل هېواد اوخلکو ددفاع په لاره کې زياتې قربانى ورکړې اوددې هېواد په سلګونو تنه نور بچيان په تروريستي او ډار اچوونکو بريدونوکې شهيدان شول. خو دغه خلک مقاوم او زړور پاتې شول او په هيلې او متانت سره دراتلوونکې په لور پرمخ لاړل او ديوې باثباته او روښانه راتلوونکي  په لور ديون لپاره يې خپله لاره پرانيستله .
دغه راز په ٢٠١٥ ميلادي کال دهېواد امنيتي ځواکونو د ظرفيت جوړولو په لحاظ  ښه وده لرله په نړيواله ټولنه کې  دافغانستان دريځ زيات تثبيت شو .
نړيوالې ټولنې دافغانستان دخلکو دلارې رښتينولي زياته څرګنده شوه .
  نړيواله ټولنه دمغرضو هېوادونو او ددغو هېوادونو داستخباراتي  سازمانونو دکرنيلانو په سيمه ئيزو لوبو خبره شوه او دهغوى په پته خبر داري صادر شول .
په دې کال کې افغانستان دهند دصدراعظم ښاغلي نارندرا مودي په ګډون دجګپوړو بهرنيو هيئتانو کوربه توب  وکړ چې دافغانستان دپارلمان نوي تاسيسات يې دهند او افغانستان دهمکارۍ اووحدت دسمبول  په توګه پرانيستل .
دغه راز په همدې کال کې دملي دفاع او دکورنيو چارو د وزارتونو نوې ودانۍ پرانيستلې شوې ، دانتخاباتي نظام داصلاح لپاره چې په تيرو وختونوکې  يې خپلې  ټاکلې  ستونزې لرلې، کار وشو اودراتلوونکو پارلماني انتخاباتو دترسره کولو وخت وټاکل شو په ورزشي او فرهنګي ډګرونوکې هم افغانستان ښې وياړنې اوبرياليتوبونه لرل .
دغه راز په همدې کال کې طالبان دبې سارى سترې  رسوايي شاهدان و هغوى ددوو کلونوله تيريدو وروسته دخپل مشر ملا عمر دمړينې  هغه  هم دپاکستاني پوځيانو په قيد کې خبر شول . دې کار وښودله چې دغه ډله دوه کاله  پوره ديوه مړه شوي شخص له نامه څخه رهبري کيده .
٢٠١٥ ميلادي کال  ددې تر څنګ چې له ستونزو ناخوالو او له لوړو او ژورو ډک کال و دهيلې او تجربې  کال هم و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته