ټولنه

پوهنمل فراهي په غزني کې د باختر آژانس د خبريال د مړينې له امله د ده کورنۍ ته د ډاډګيرنې مراتب څرګند کړل

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٨
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهنمل نبي فراهي په غزني ولايت کې د باختر آژانس د مدير او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د سرپرست راز محمد تلاش د مړينې له امله د ارواښاد کورنۍ او دوستانو ته د ډاډګيرنې مراتب څرګند کړل.
پوهنمل فراهي چې په دې باب يې د باختر آژانس له خبريال سره خبرې کولې؛ وويل: رازمحمد تلاش د خپل عمر په زياتو کلونوکې په غزني ولايت کې د باختر آژانس د خبريال په توګه کار وکړ او د دقيق او باوري خبر رسولو په لاره کې يې زياتې هلې ځلې وکړې.
پوهنمل فراهي د رسنۍ د دغه کارکوونکي د مړينې له امله د ارواښاد کورنۍ، دوستانو، خپلوانو او د هيواد خبريالانو ته د ډاډګيرنې مراتب څرګند کړي او د الله (ج) له دربار څخه يې ارواښاد ته د فردوس جنت او کورنۍ ته يې د جميل صبرهيله کړې ده.
رازمحمد تلاش تېره شپه د هغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه؛ د شهيد سردار محمد داوود خان په روغتون کې وفات شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته