روغتیا

دبدخشان په سلوکې پنځه ويشت وګړي په روغتيايي خدمتونو برلاسى نلري

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٢٠ :
د بدخشان ولايت په سلوکې پنځه ويشت وګړي په بشپړو روغتيايي خدمتونو برلاسى نلري.
دبدخشان ولايت د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي چې ددغه ولايت د ځينو  ولسواليو د مواصلاتي لارو سختوالى او ددغه ولايت په ځينوسيموکې د وسله والو طالبانو شتون د دې سبب شوي دي چې د دغه ولايت په سلوکې پنځه ويشت وګړي په بشپړه توګه په روغتيايي خدمتونو برلاسى ونلري.
د بدخشان ولايت د عامې روغتيا په رياست کې د روغتيايي قوانينو د تطبيق د څيړنې مسوولې ډاکترې ثريا عظيم يفتلي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د بدخشان ولايت د عامې روغتيا اداره هڅه او هاندکــــوي چې د روغتيايي خدمتونودتطبيقونکو له لارې په روغتيايي خدمتونودخلکو دبرلاسي کچه لوړه کړي.
ډاکترې يفتلي زياته کړه چې په روغتيايي خدمتونو دبدخشان ولايت په سلو کې د پنځه ويشتو اوسيدونکو  د نه لاسبري مهم دليل د مواصلاتي لارو نشتوالى او امنيتي ستونزې دي.
سره له دې هم د بدخشان ولايت يوشمېراوسيدونکي د دغه ولايت په ځينو سيمو کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو د بهير په کمزورتيا انتقاد کــــوي او وايي چې د نړيوالې ټولنې له زياتو مرستو سره سره لا  تراوسه پورې هم دبدخشان ولايت په ځينو سيموکې خلک په بشپړه توګه په روغتيايي خدمتونو برلاسى نلري او له دې پلوه له ډول ډول ستونزو سره مخامخ دي.
له بلې خوا د بدخشان  ولايت د  عامې روغتيا مسوولين په دغه ولايت کې دښځينه ډاکترانو نشتوالى يوه مهمه ستونزه بولي چې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې يې زياتې ستونزې پيدا کړې دي.
د ترلاسه شويو معلــــوماتو  له  مخې: د دغه ولايت د ځينو سرحدي ولسواليو مواصلاتي لارې د واورې د سخت اورښت له امله په  کال کې شپږمياشتې د ترافيکو پرمخ تړلې وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته