ټولنه

يوه ځوانه ښځه ووژله شوه

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې٢ نيټه : يوه دوه ويشت کلنه ښځه پرون مازيګر په بادغيس ولايت کې د يو ناپيژندل شوي سړي له خوا د چړې په ګوزارونو سره ووژله شوه. د بادغيس ولايت د ښځو چارو رئيسې زرغونې شيرزاد د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې دغه ښځه پرون مازيګر د بادغيس ولايت دمرکز په مربوطاتوکې د يو ناپيژندل شوي سړې له خوا د چړې په ګوزارونو سره ووژله شوه. دبادغيس ولايت امنيه قوماندان جنرال فهيم قايم وويل: د پوليسو څيړنې دوام لري چې قاتل ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري. پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته