امنیت

په هرات کی یو سړی دسړي تښتوونکو له منګولوڅخه وژغورل شو

هرات /باختر /دچنګاښ ۱۸ 
دهرات پولیسو په ځانګړو عملیاتوکی یو تښتول شوی سړی دسړي تښتوونکو له منګولوڅخه ازاد کړ.
دهرات ښار اوسیدونکی امید ۴ ورځی مخکی دټوپک لرونکو کسانو له خوا تښتول شوی و.
دهرات پولیسو دهرات دامنیه قوماندان پاسوال امین الله امرخیل په مشرتابه دکرځ او پشتون زرغون ولسوالیو په ساحه کی ځانګړی عملیات د تښتول شوي سړي دژغورلو په خاطر اجرا  کړل . په عملیات کی تښتول شوی سړی دتښتوونکو له منګولوڅخه آزاد او کورنی ته یی وسپارل شو پای. شکریه خروټی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته