سیاست

د هيواد د مشهور مورخ فيض محمد کاتب د مړينې داتيا يمې کاليزې په مناسبت غونډې ته د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت د جمهور رئيس حامد کرزي پيغا م

د هيواد د مشهور مورخ فيض محمد کاتب د مړينې داتيا يمې کاليزې په مناسبت غونډې ته د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت د جمهور رئيس حامد کرزي پيغا م

ملا فيض محمدکاتب د هيواد يو نو ميا لى او بي ساري مورخ دى چې تلپا تي اثار او نو م يې زموږ د هيواد په فرهنګي تاريخ کې لوړ مقام او او چته مرتبه لري ، ځکه ځينې هغه پيښې چې د

 سراج التواريخ په مجلو او په نورو اثارو کې ضبط شوي دي په نورو اثارو کې په دې باب کو مه خبره نه شته او که چيري د فيض محمد کاتب مشکوري هلې ځلې نه واى زموږخللک له دغو پيښو څخه بي خبره پا تي کيدل

 لکه څنګه چې زموږ د هيواد تاريخ ليکونکو ويلي دي دفيض محمد کاتب د تاريخ ليکنې په چلند باندې خلک هم پو هيږي دپرګنو رول او شتون اود خلکو برخليک دده په ټولو اثاروکې په ښه توګه منعکس شوي دي

دکاتب د اثارو چاپول او تکثير او دده دشخصيت او مبارزي په باره کې تحقيقات او دده د اثارو څيړنه د هيواد دعلمي او فرهنګي موسسو وجيبه ده

بايد دهيواد د اطلاعا تو او فرهنګ وزارت وستايو چې دده  د مړينې داتيا يم تلين په درنا وي يې نننۍ غونډه جوړه کړې ده

هيله لرم چې د هيواد ځوان تاريخ ليکو نکي د کاتب د تاريخ ليکنې او پيښې ليکنې دلارو چارو په باب پرا خي څيړنې او خبري و کړې او راتلونکي نسلو نه  لکه څنګه چې لا زمه ده دده په ا حوالو ، اثارو ، فکر او صلا حيتو نو خبر کړې

د لوى خداى (ج) له در بار څخه ستاسو برياليتو ب هيله کوم اود اطلاعا تو او فرهنګ وزارت ته شا باسي وايم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته