امنیت

درې ويشت تنه وسله وال طالبان دننګرهارولايت دکوټ ولسوالۍ په مربوطاتوکې ووژل شول .

کابل باختر د وږي  يو ديرشمه :
دملي پوليسواودملي اردو دځواکونوپه هغوچانيزوعمياتوکې چې له څه مودې راپديخوادننګرهارولايت دکوټ ولسوالۍ په مربوطاتوکې دوام لري تراوسه پورې درې ويشت تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
دکورنيوچارووزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس خبرورکړ :
په دغوعملياتوکې په لسګونوستراوکوچني کلي دوسله والوطالبانوله شتون څخه پاک شوي اودوسله والو طالبانودډلې ديوه سيمه ئيز قوماندان بختيار په ګډون درې وپشت تنه وسله وال طالبان وژل شوي يوولس تنه ټپيان اويونن طالب نيول شوى دى .
همدااوس دننګرهارولايت دکوټ ولسوالۍ په يوشميرناامنو سميوکې چانيز عمليات دوام لري .
ديادونې وړده چې په دغوعملياتوکې يوه اندازه جنګي وسايل هم په عملياتوکې دشاملوځواکونو لاس ته ورغلي اوڅوماينونه کشف او شنډکړى شوي  دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته