نړۍ

په طالبانو دپاکستان دمذهبي مشرانو وياړ.

سياسي کارپوهان : ترور، چاودنه ، وژنه  اوځانمرګي بريدونه نه شي کيداى وياړ وي
کابل  باختر دوري دمياشتې ٢٢ :
د پاکستان يوه سياسي مشر د افغان طالبانو له  ډلې سره ملاتړدپاکستان وياړ وباله .
دمولانا سميع الحق دڅانګې  دجميعت العلماې اسلام دخيبرپښتونخوا دايالتي برخې رئيس مولانايوسف شاه وايي  چې لا تراوسه پورې هم دطالبانو ملاتړ کوي  او دغه  ملاتړ ددوى وياړ دى او دغه ملاتړ به دوام ومومي.
يوسف شاه ويلي دي  : دپاکستان ديني عالمانو تل دلويديځو قدرتونو په وړاندې خپل غږ اوچت کړى دى.
ده دپاکستان له خلکو څخه وغوښتل چې  په پاکستان کې دې  ديوه اسلامي نظام د جوړولو لپاره دمذهبي ګوندونو ملاتړ وکړي.
دپاکستان ددغه مذهبي مشر څرګندونې په  داسې حال کې طرحه کيږي چې دپاکستان دجمعيت العلمامشرمولانا سميع الحق چې په دغه هېواد کې  يو مذهبي او افراطي انتصابي  جريان دى په  پاکستان کې په سلګونو ديني مدرسې رهبري کوي  چې زياتره دغه مدرسې  دخيبر پښتونخوا په ايالت په تيره بيا  په قبايلي سيمو کې دي.
مولانا يوسف شاه په داسې حال کې له لويديځو قدرتونو سره دمخالفت خبرې کوي
چې  د دوى مشر مولاناسميع الحق  خپل زيات وختونه په تيره بيا د ژمي په فصل
کې په لندن  او دانګلستان په نورو ښارونو کې تيروي.
دافغان امنيتي کارپوهانو په باور هغه  ګوند چې دمولانا سميع الحق له  خوا رهبري کيږي ددغه هېواد له استخباراتوسره نږدې اړيکې لري او ددغه  ګوند  ټولې ديني مدرسې دپاکستان داستخباراتي سازمانونوله خوا تمويليږي او هغوى ته پروګرام ورکول کيږي .
د امنيتي مسئلو دکارپوه جاويدکوهستاني  دڅرګندونوله مخې ؛  اوس مذهبي  بنسټپالنه دپاکستان هويت دى او که چېرې دغه هويت له پاکستان څخه واخيستل شي ، دغه هېواد نور څه نلري چې په هغه سره خپل قدرت وښيي او  داستخباراتي سازمانونو ، اردو، ديني مدرسو او مذهبي  ګوندونو ترمنځ دنږدې اړيکو په شتون کې سخته ده چې په پاکستان کې  داسلامي انقلاب خبرې وکړو.
يو شميرنور سياسي کارپوهان هم وايي ؛ په داسې حال کې چې  په پاکستان کې  د ګوندونو او دمذهبي مدرسو رهبري او مديريت ددغه هېواد داستخباراتو په  غاړه دي ددغو  ګوندونوله خواد اسلامي نظام د جوړولو شعار دعامه ذهنونو  دمصروف ساتلو لپاره يوازې يوه خبره او يو شعار دى.
دغه راز له وحشت ، ترور او چاودنې سره ملاتړ نه شي کيداى وياړ وي.
ديادونې وړ ده چې  دپاکستان اسلامي ګوندونه په داسې حال کې په افغانستان کې د جګړې ، دځانمرګي بريد  او چاودنې  اوپه پاى کې دجهاد فتوا صادروي او طالبان خپل وياړ بولي  چې دوى دپاکستاني طالبانو فعاليت او تاوتريخوالى  مردود بللي دي  او دپاکستان د حکومت پرخلاف  جګړه يې بغاوت بللى دى.
له بلې خوا  په قبايلي سيمو کې دپاکستان دمذهبي ګوندونو تمرکز ښيي  چې  دوى دپاکستان په نورو سيمو کې له کړو وړو او اوچت لاس څخه بې برخې اولرې ساتل  کيږي بلکي هغوى بايد يوازې   په قبايلي سيمو اوله دې لارې په افغانستان تمرکز ولري .
په همدې حال کې  د جمهوري  رياست دوياند مرستيال دمولانايوسف شاه دوروستيوڅرګندونو پرخلاف غبرګون کې ويلي دي  چې پاکستاني عالمان دې  دطالبانو له تروريستي  کړو وړو سره دملاتړ پرځاى هغوى   سولې ته وهڅوي اوپه سيمه کې دسولې داعاده کولو لپاره دې خپل غږ اوچت کړي  ځکه تروريزم  يوازې له افغانانو څخه قرباني  اخلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته