اقتصاد

د قونسلي خدمتونو په اړه د اسان خدمت ادارې د طرحې په ګډون ۱۱ تدارکاتي موضوګانې منظور شوې

-کابل/باختر/ د زمري١٥مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور ريیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهوري رياست د وياند دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې ۱۲ تدارکاتي مورده وارزول شول چې په پایله کې کمېسیون له ۲۹۱ میلیونو څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۱۱ مورده منظور کړل. 
وروسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژ‎ۍ او بهرنیو چارو وزارتونو د قونسلي خدمتونو لپاره د اسان خدمت ادارې د طرحې په اړه د لارښوونې پېشنهاد ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې کړ، چې کمېسیون منظور او د اسان خدمت ادارې ته یې دنده وسپارله چې د خدمتونو په وړاندې کولو کې دې د ځنډ د مخنيوي په موخه د لېږد مرحله په پام کې ونیول شي او هڅه دې وشي چې د اسنادو د تائیدۍ په پروسه کې اسانتیا رامنځته شي.
خو د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معینیت د اړتیا وړ ۱۱ لاټونو کې شامل د اسلامي تعلیماتو د مدرسو د ۱،۹ میلیونو ټوکه درسي کتابونو د برابرولو او چاپ پروژې د قرارداد د مودې غځولود منظورۍ وړاندیز کمېسیون بېرته وروګرځاوه او دغه وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې ملي تدارکاتو کمېسیون ته دې د تعدیل د وړاندیز دلایل او د پروژې د جریان راپور وړاندې کړي.
په همدې حال کې د 2G, 3G, & 4G BTS  پروژې د تدارکاتي مرحلو د ارزونې د راپور په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د لارښوونې پېشنهاد ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې شو چې ملي تدراکاتو کمېسیون منظور کړ.
جمهور ريیس غني پر یادې پروژې د بحث پر مهال د مالیې او مخابراتو وزارتونو، د ملي احصائیې او ملي تدارکاتو ادارو ته دنده وسپارله چې د افغان ټېلیکام شرکت سره په همکارۍ دې له څو انحصاري شرکتونو څخه د دغه شرکت د قراردادونو د لرې کولو طرحه ترتیب او کمېسیون ته وړاندې کړي.
سربېره پر دې په یاده پروژه کې د دې وزارت د یو تن کارکوونکي له خوا د ګټو د تضاد پر موضوعاتو هم بحث وشو او تصمیم ونیول شو چې د ګټو د تضاد موضوع دې عدلي او قضایي ادارې وارزوي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د قندهار زون د اړتیا وړ روغنیاتو په اړه د لارښوونې پېشنهاد ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې کړ چې کمېسیون یاد وزارت ته لازمې لارښوونې وکړې.
د غونډې په پای کې د پنجشېر د پارنده ۴ مېګاواټه مایکروهایډل پروژې د ځنډ، تعدیل او تمدید د جریمې د وضع کولو د څرنګوالي په اړه د انرژۍ او اوبو وزارت وړاندیز له ارزونې وروسته منظور شو.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته