امنیت

لس تنه وسله وال طالبان په بلخ کې ووژل شول

کابل/ باختر/ دوري د مياشتې ۲۰مه
لس تنه وسله وال طالبان پرون په بلخ ولايت کې ووژل شول .
د ٢٠٩  شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د پوځيانو په هغو عملياتوکې چې د دغه ولايت د دولت آباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول، وژل شوي دي.
رضايي زياته کړه چې په دغو عملياتو کې اووه تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول او په دولت آباد ولسوالۍ کې د جوی عرب، صدر آباد او څو نور کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول.
په دغو عملياتو کې درې بوشکه يي ماينونه چې د سرخ ګنبد، پل حياتان او قرشي ګک د کليو په تګلوروکې د وسله والو طالبانو له خوا ځای پرځای شوي و؛ کشف او شنډ کړای شول .
د يو بل خبرله مخې:
د بلخ امنيتي ځواکونو دوه تنه وسله وال طالبان د بلخ ولسوالۍ د ده قاضي کلي د چهارسرکه ساحې د پلټنې په سيمه کې ونيول.
  ختم – م _ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته