امنیت

يوه شل کسيزه ډله طالبان دسولې له بهير سره يوځاى شول .

کابل باختر د وږي  اته ويشتمه :
دملا داود په سرګروپۍ  يوه شل کسيزه ډله  وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې دسولې له بهير سره يوځاى شول
دغه کسان  دقومي مشرانو په منځګړيتوب او دملي امنيت دځواکونو په هلوځلو سره له  وسلو سره يې له دولت سره يوځاى شول .
دهلمند والي حيات الله حيات دسولې له بهير سره ددغې شل کسيزې  وسله والو طالبانو دپيوستون هرکلي وکړ او له هغوى  څخه يې وغوښتل چې دسولې اوثبات په ټينګښت او دبيا جوړونې دپروژو په عملي کولو کې له نورو چاروچارواکوسره اوږه په اوږه  هلې ځلې وکړي او دامنيت په تامينولو کې فعاله ونده واخلي .
دغوکسانو خپله شل ميله سپکه او درنده وسله چې څوکلاشينکوفونه  دمخابرې  يوه دستګاه ډول ډول ګولۍ   شپږ موټرسايکلونه اويوکرولا موټر هم پکې دى دولت ته وسپارله .
دسولې  له بهير سره ديوځاى شويو کسانو سرګروپ ملا داود وويل له څوکلونو راپديخوا  دهلمند ولايت  په مرکز او بيلابيلو ولسواليو کې له دولت سره په مخالفت کې په تروريستي اوورانکارو فعاليتونو بوخت و او اوس دملي روغې جوړې دتګلاري په حقانيت په پوهيدو سره له دولت سره يوځاى شوو او دامنيت  په تامينولو کې هراړخيزه همکاري کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته