سیاست

په افغانستان پورې اړوند وروستۍ بدلونونه دملګرو ملتو دسازمان په امنيت شورا کې وڅيړل شول.

کابل – باختر دکب دمياشتې ٢٧
دملګرو ملتو دسازمان امنيت شورا په خپلې پرونۍ غونډه کې په افغانستان پورې اړوند وروستۍ بدلونونه په تيره بيا دبهرنيو پوځيانو له وتلو او په دغه هيواد کې دجمهوري رياست له انتخاباتو وروسته وڅيړل.
باختر آژانس دنړيوالو خبري منابعو له خولې خبر راکړ، دامنيت شورا غړو په دې غونډه کې په افغانستان کې دملګرو ملتو دسازمان دکمکى هياتونو دماموريت موده ديوبل کال لپاره تمديد کړه.
دافغانستان په چارو کې دملګرو ملتو دسازمان دسرمنشي ځانګړي استازي يانکوبيش دمرغومي دمياشتې په ٢٧ نيټه دهغه بمي بريد له امله دخواشنۍ دڅرګندونو په ترڅ کې چې دملګرو ملتو دسازمان ٤ تنه کارکوونکي پکې ووژل شول وويل چې په دغه هيواد کې دامنيت تامينول ځانګړى ارزښت لري.
ده دانتخاباتو ترسره کول په روان ميلادي کال کې دافغانستان يوه ډيره مهمه پيښه وبلله او وى ويل چې ددغو انتخاباتو په ګډوډولو دطالبانو دمشرانو ګواښ له انديښنو ډک دى او څرګنده يې کړه چې دانتخاباتو په بهير کې په افغانانو بريد دټولو نړيوالو موازينو پرخلاف دى .
يانکوبيش دې ته په اشارې سره چې له اقتصادي او ټولنيز پرمختګ پرته په افغانستان کې سوله او ثبات په ناشونې وي، څرګنده کړه چې د راتلوونکي دولت يو مهم اقدام بايد دکوکنارو له کرکيلې سره غوڅه مبارزه وي.
دملګرو ملتو دسازمان دامنيت شورا غړو په دې غونډه کې دافغانستان په راتلوونکو انتخاباتو کې دخلکو دپراخ ګډون ، دبشردحقوقو او دثبات او امنيت دټينګښت په باب خبرې وکړې او د راتلوونکو انتخاباتو ترسره کول يې يوه ارزښتناکه او تاريخي برخليک ټاکوونکې پيښه وبلله. او په افغانستان کې يې دملي پخلاينې دتحقق غوښتنه وکړه.
د اردن استازي دافغانستان دخلکو په ژوندانه کې ديوې مهمې تاريخي پيښې په توګه دافغانستان دجمهوري رياست دانتخاباتو دبللو په ترڅ کې په دغه هيواد کې له تروريزم سره دمقابلې او دامنيت دټينګښت لپاره دنړيوالو مرستو غوښتنه وکړه.
دامريکا استازي په افغانستان کې په انتخاباتو کې ددغه هيواد دښځو دپراخ ګډون په ارزښت باندې ټينګار وکړ او وى ويل چې دملګرو ملتو سازمان بايد په دغه هيواد کې دسولې او امنيت له ټينګښت سره دمرستې په خاطر په ځان ووياړي.
دغه راز د روسيې استازي په خپل هيواد کې په سولې او امنيت باندې دلاس بري لپاره دافغانستان دخلکو دنه ستړې کيدونکو هلوځلو دستاينې په ترڅ کې ټينګار وکړ چې په افغانستان کې امنيتي مسلې او ستونزې دسختو انديښنو سبب دي.
ده په افغانستان کې د طالبانو او دالقاعده د ځواکونو فعاليتونه ته اشاره وکړه چې دا هغه ځواکونه دي چې په تيرو وختونو کې په دغه هيوادکې دوى شتون نه درلود اواوس يې ددغه هيواد امنيت او يو موټي والې په خطر کې اچولى دى .
دملګرو ملتو دسازمان دامنيت شورا پرونۍ غونډه د افغانستان او په تيره بيا له دغه هيواد سره دمرستې د هيات دتمديد په باره کې خبروته ځانګړى کړې شوې وه .دايران استازي هم دخبرو په ترڅ کې ٢٠١٤ ميلادي کال دجمهوري رياست دانتخاباتو دترسره کولو او له افغانستان څخه دبهرنيو پوځونو دوتلو په خاطر ارزښتناک کال وباله او هيله يې وکړه چې دغه بدلونونه دافغانستان د دولت په هوډ او په نړيوال ملاتړ سره دسولې او ثبات دټينګښت او دافغانستان اقتصادي پرمختيا سبب شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته