
کابل باختر دوري دمياشتې ٩ نيټه :
د افغانستان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په هغو ګډو تعرضې او يرغليزو عملياتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تيرو ۲۴ ساعتو کې د هيواد په بيلابيلو سيمو کې ترسره شول، د طالبانو د دريو تنو سيمه ييزو قوماندانانو ، ۸ تنو داعشيانو او ۷ تنو پاکستاني ترهګرو په ګډون ۱۲۲ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي، ۵۸ تنه ټپيان او ۲تنه نيول شوي دي .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ. دغه ګډ عمليات چې د توپچي اوهوايي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، کونړ، غزني، پکتيا، روزګان، ز ابل، فراه، بادغيس، فارياب، بغلان تخار، بدخشان او هلمند په ولايتونو کې تر سره شوي له امله يې د روزګان ولايت د دهراوود په ولسوالۍ کې ۴۴ تنه طالب ترهګر وژل شوي ، ۲۳ تنه ټپيان او يو شمير وسلې اومهمات لاسته راغلي، دفراه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ اړوند سياه جنګل په سيمه کې د طالبانو د ۳ تنو سيمه ييزو قوماندانانو هريو فضل هادی، سردار، معاذ او ۷ تن پاکستاني ترهګرو په ګډون ۳۱ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۲۱ تنه ټپيان، د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍد خاني کلا او مرکز اړوند سيمو کې ۲۱ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۱۸ تنه ټپيان اود هغوي يوموټر، يو موټرسايکل او يوشمير وسلې او مهمات لاسته راغلي، د کونړ ولايت د چپې درې په ولسوالۍ کې د داعشيانو د ۲ تنو سيمه ييزو قوماندانانو هريو حسن خان او محمد الله په ګډون ۸ تنه داعشيان وژل شوي او د پکتيا ولايت د زرمت په ولسوالۍ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي ، او ددښمن د وسلو او مهماتو يوه زيرمه او يو موټر له منځه وړل شوي دي .
دغه راز په دغو عملياتو کې، د هلمند ولايت د نهر سراج په ولسوالۍ کې ۵ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۳ تنه ټپيان او د دښمن ۳ پتنځايونه له منځه وړل شوي ، د زابل ولايت د ميزان په ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي ، د تخار ولايت د خواجه غار په ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي ، ۳ تنه ټپيان د دښمن يوه قرارګاه او ۲ پټنځايونه له منځه وړل شوي او د ننګرهار ولايت د غني خيلو په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر له ۲ ميله وسلو سره نيول شوي دي .
په تيرو ۲۴ ساعتو کې ۱۰چاڼيز او ۶۹خاص کماندويي عمليات د هيواد په ۸ ولايتونو کې ترسره شوي ، د افغانستان هوايي ځواکونو۱۲۴ الوتنې د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي او۱۸ هوايي ګوزارونه هم د دښمن په پټنځايونو تر سره شوې دي.
ملي اردو د هيواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره حاضر دی چې د خلکو د امنيت او هوساينې لپاره هر ډول قربانې ورکړي. ملي اردو د تروريستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري .
پاى ذکرالله