امنیت

دغور ولايت دکرنې او اوبو لګولو رييس ونيول شو.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ١١
دغور ولايت دکرنې او اوبو لګولو رييس نن دملي امنيت دځواکونو له خوا داختلاس په تور ونيول شو.
دغور ولايت دملي امنيت د رياست يوه  اړونده خبرځاى باختر آژانس ته وويل :
چې دکرنې او اوبو لګولو رييس فريدالدين عابد دپنځو متريکو ټنو غنمو داختلاس په تور دملي امنيت دمامورينو له خوا ونيول شو.
ټاکل شوې وه ، دغه غنم ددغه ولايت دکرنې او اوبو لګولو ادارې له خوا په مستحقو کروندګرو ه وويشل شي.
دملي امنيت دمنسوبينو دڅرګندونو له مخې :  دغه سړى درې مياشتې مخکې دکشفي ارګانونو ترڅارنې او کنترول لاندې و .
خبرځاى زياته کړه ،  تيرکال هم دغه سړي دغور ولايت دايساف څارنوالۍ له خوا نيول شوى و چې دجګپوړو دولتي مقاماتو په منځګريتوب له بنده خلاص شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته